IQNA

اروپائي هیوادونه دې داسې عمل نه کوي چې امریکائې خپله نفوذي حوزه وګڼي

16:32 - October 25, 2021
د خبر لمبر: 3484848
تهران (ایکنا) -اروپائی هیوادونو په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  پخپل ژمنو  عمل نه دی کړی، اروپائي هیوادونه، که په نړیوالې ایټمي موافقې کې وي او که  په نورو موضوعګانو کې ،باید  داسې عمل ونه کړي ، چې امریکا احساس کړي ،اروپا د دوي د نفوذ حوزه ده .

 

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې اروپائي هیوادونه دې   دعمل خپلواکي ولري ووئیل ، اروپائي هیوادونه  دې  داسې عمل نه کوي ، چې  امریکا  اروپا خپله  نفوذي حوزه وګڼي .

 سید ابراهیم ریئسي  نن  په تهران کې  د بیلجیّم   له نوي سفیرجیانمار کوریټزو څخه د باؤر لیک  له ترلاسه کولو ورسوته  د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو مخینو ته په اشارې سره ووئیل،ایران  له بیلجیّم او اروپا سره په مختلفو ډګرونو او تجارتي چارو کې دملګرتیاؤ له پراختیا سره دلچسپي لري،خو باید اجازت ورنکړل شي پرَدي  پر دغو اړیکو اغیزې وشیندي .

ډاکټر ریئسي  ددې خبرې په کولو سره چې  اسلامی ایران تل خپلو ژمنو ته پابنده دی  روښانه کړه ،سره له دې ،اروپائی هیوادونو په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  پخپل ژمنو  عمل نه دی کړی، اروپائي هیوادونه، که په نړیوالې ایټمي موافقې کې وي او که  په نورو موضوعګانو کې ،باید  داسې عمل ونه کړي ، چې امریکا احساس کړي ،اروپا د دوي د نفوذ حوزه ده .

 د  ایران د اسلامی  جمهوریت  ولسمشر ووئیل ،  امریکا په دنیا کې  د خپلې ظالمانه  ارازې په تپلو او پراخولو پسې ده ، خو   نور هیوادونه دې اجازت ورنکړي،د امریکایانو لاسوهنې او یو اړخیز پالنه د دنیا نورو سیمو ته وغزیږي . په تهران کې د بیلجیّم  نوي سفیر  چیانمار کوریټزو هم په دغې کتنې کې  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دوستانه  مخینو ته په اشارې سره  ووئیل هیله مند یوو ،د اقتصادي اړیکو په پراختیا سره  دتهران او بروکسل  اړیکې  له زیاتې پیاوړي شي .

https://iqna.ir/fa/news/4007883/% 

captcha