.ایکنا خبری آژانس د اردو پوائینټ له قوله رآپور راکړ ، په هندوستان کې د مسلمانانو په ضد دتاؤتریخوالو په نوي څپې کې په تریپوره صوبې کې چې د بي جې پي واکمن ګوند په رهبرۍ اداره کیږي ، په همداوروستیو کې د مسلمانانو څه دپاسه دولس کورونه او دکانونه او دغه راز شپږ جوماتونه سوځول شوي دي .
د راپورونو له مخې دغه حملې په درستې صوبې کې او په بنګله دیش کې د تاؤتریخوالو دغچ په پلمه د باجرانګ دال او افراطي هندوانو د مختلفو ډلو ټپلو په وسیله شوي دي .
هغه تصویرونه او ویډیو ګانې چې په پراخ ډول په سوشل میډیا کې خپرېږي ، ښئ چې تاؤتریخجن کوڅه ډب هندوانو په زعفراني جامو اغوستلو سره او د تورو په لاسو کې په اخستو سره د مسلمانانو په ضد شعارونه ورکوي او ورباندې حملې کوي .
دهندي رسندویو په اساس په کریشنګر ، درمانګر ، پانیساګر ، چاندره پور جوماتونه هم دجمعې په ورخې دغو افراطي هندونو سوځولي دي .