IQNA

طالبانو د اسلامی وحدت په باب د اسلامي انقلاب د معظم لارښود د وېناو هرکلی وکړ

15:53 - October 26, 2021
د خبر لمبر: 3484857
تهران (ایکنا) - په افغانستان کې د طالبانو د موقتې  حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اسلامي مذهبونو تر مینځ د وحدت او له داعش ترهګري ډلي سره د مبارزې د ضرورت په اړه د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وروستیو وېناو هرکلی وکړ.

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په خپل ټوویټر کې ولیکل: د افغانستان دولت د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای له وروستیو وېناو چي په افغانستان کې د اهل تشیع او اهل تسنن تر مینځ د یووالي او له داعش سره د مبارزې په هکله شوې وې، هرکلی کوي، ځکه چي افغانانو په وحدت سره خپلواکي تر لاسه کړې او په وحدت سره هر ډول دسیسې شنډولایشي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د یکشنبې په ورځ په تهران کې د اسلامي وحدت د کنفرانس له ګډونوالو سره په لیدنه کې وویل: افغانستان کې چاودنې د شیعه او سني تر مینځ د اختلافاتو د رامینځته کولو لپاره دسیسې دي .

هغوی په اسلامي هیوادونو کې د امریکې او د هغې د لاسپوڅو دسیسو ته په اشارې سره زیاته کړه: د افغانستان په جوماتونو کې د افغانستان د لمونځ کوونکی او مسلمان ولس په ضد وروستي ژړوونکې او خواشینوونکي چاودنې د هغو پېښو په شمېر کې راځي چي د داعش له خوا  شوې او امریکا په زغرده د داعش په رامینځ ته کېدو اعتراف کړی دی.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i107382

captcha