ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، کاپیتولاسیون د ۱۵ پېړۍ را په دې خوا په کمزورو هیوادونو باندې د سلطه غواړو له لوري وتپل شو او په ایران کې هم د لومړي ځل لپاره د قاجار په دوره کې له روسیې سره په جګړه کې تر ماتي وروسته د ترکمانچای موافقې په بڼه کې په ایران وتپل شو، ددغه تړون په ۷ او ۸ بندونو کې راغلې وو چي د روسي سلاکاران په ایران کې له قضایي مصئونیت څخه برخمن دي یعني د هر ډول جنایت په وړاندې کوربه هیواد له قضایي تعقیبونې خوندي وي.
تر روسانو وروسته برتانیا او بیا ورپسې فرانسې هم په ایران باندې کاپیتولاسیون وتپه خو د دې بهیر تر ټولو وروستي اقدام په ۱۳۴۳ لمریز کال کې تر سره شو چي امریکا د ایران په شریف ولس باندې د خپلو ښاریزو کاپیتولاسیون ځانګړې امتیازات تحمیل کړ.
د ۱۳۴۳ لمریز کال په چنګاښ میاشته کې د ایران مخکنی باچا محمدرضا امریکې ته ولاړ او هلته یې په ایران کې د امریکایي وګړو د قضایي مصئونیت له واشنګټن سره د فوځي مرستو په بدله کې ومانه .
تر دې سفر وروسته پاچا د کاپیتولاسیون معاهده د سنا په جرګه کې د تصویب لپاره وړاندې کړه.
د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمینی ره چې دې مهال له خپل وطنه په بهر کې جلاوطن ؤ،په ایران کې علماو ته لیکونه واستول او د قم له علماو سره ئې په دې اړه خبرې وکړې او خپل مخالفت یې له کاپیتولاسیون سره څرګند کړ، د حضرت امام ره تر دغه اقدام وروسته د ایران په ګوټ ګوټ کې د دې معاهدې په ضد اعتراضات وشول .
حضرت امام خمیني کاپیتولاسیون د ایران لپاره د امریکایانو د غلامۍ پړی وباله او د هغه په ضد یې یوه سخته بیانیه خپره کړه چي یوازې په تهران کې د هغه ۴۰ زره نسخې چاپ شوې، همداراز ددغې اعلامیې په خپریدا پسې د ایران درست ولس د کپیټلیشن د تړون په ضد خپله چغه پورته کړه او بلاخره دغه تړون په ولسی طاقت او د ولسی مشرانوپه پریکنده دریځ سره لغوه او دایران ولس همله مریَتوبه وژغورل شو .