ایکناخبری اژانس راپور راکړ ، د انډونیشیا Blossom نومې شرکت په ۲۰۱۴کال کې د سټارټاپ حوزې په مخینه لرونکو کسانو څخه د مټیو مارتین په همت سره د سن فرانسیسکو په سیلکان ویلي سیمې کې تاسیس شو. ماتیو مارتین،په امریکا کې د اخلاقي او مسئولیّت منلو مالی چارو لپاره له مالی ټيکنالوجۍ څخه داستفادې یو مخکښ شمیرل کیږي . د میتو په مخینو کې د کریډیټ کارډونو په برخې کې د محصول د مدیریّت او انجنئيرینګ،د پیسو په حواله کول ،د موبایل ټيلیفون په وسیله بانکداري،د Xoom ،BOKUاو MONITIES نړیوالې ټيکنالوجۍ سټار ټاپونه پکې شامل دي پر دې سربیره، مارتین ، د چین پشمول په مختلفو موضوعګانو کې د ټيکنالوجۍ سټارټاپونو ته مخه کړې ، او د شرعي مالی چارو او محصولو مدیریّت ئې غوره مشورې ورکړي دي .
مارتین په ۲۰۱۳کال کې خپل ډیجیټلی اسعاري تجارت پیل کړ او له اوه ویشتو هیوادونو ئې د بیټ کویّن د سملاسي اخستو امکان یوازې د موبایل ټيلیفون څخه په استفادې سره برابر کړ.دغه کارونکی چاروال دخپلې مورنۍ ژبې په توګه پر انګریزي ژبې سربیره،په انډونزیائي ،فارسي او فرانسیسۍ ژبو هم په متوسطه سویه خبرې کوي. میټو په ۲۰۱۰کال کې اسلام ومانه او اوس له خپلې ماندنې، یوه بچي سره یوځاي دانډونیشیا په جکارتا کې ژوند کوي .
Blossom شرکت ئې په ۲۰۱۵کال کې له امریکا انډونیشیاته منتقل کړی د انډونیشیا په مختلفو سیموکې په پانګونې او د کارکسب په رامینځةکولو سره په دغه هیواد کې د بې وځلۍ له ختمولو سره ډيره زیاته مرسته کړې ده .