IQNA

د افغانستان پینځه اویا فیصده انجلۍ ښوونځیو ته ستنې شوي

15:42 - November 13, 2021
د خبر لمبر: 3484956
تهران (ایکنا) - د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست  امیر خان متقي پرون په اسلام کې وویل د هیواد پینځه اویا   فیصده انجونې  بیرته ښوونځیو ته ستنې شوي دي چې درس ووایي .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست  امیر خان متقي د پاکستان  په اسلام اباد کښې په یوه کانفرنس کښې چې د سټراټيژیکو مطالعاتو په انسټي ټیویټ کښې د افغانستان د مینځني ختیځ او د افریقا د مرکز (CAMEA)لخوا جوړ شوی وو،په خپل هیواد کښې د انجلیو د زده کړې د حق په هکله  د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل پینځه اویا (۷۵) فیصده انجلیو بیرته زده کړې پیل کړي دي .

په اګست میاشت کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته دغه ډلې ښوونځي بند کړل او په زرګونو انجلۍ په کورونو کښې کیناستلې او دغه چارې نړیواله نیوکه ځان پسې لرله .

د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي وویل دا د نړیوالې ټولنې دوه ګوڼوالی دی چې د ښځو په زده کړې باندې ټینګار وکړي خو د معلمانو په معاشونو باندې لږ شان تمرکز کوي او زیاته یې کړه د امریکا او د لویدیځو هیوادونو لخوا د افغانستان د شتمنیو د کنګل کیدا په وجه د هیواد معلمانو ته د معاشونو ورکول سخت شوي دي .

امیر خان متقي د افغانستان د موقته حکومت په هکله په خارجي رسنیو کښې منفي تبلیغاتو ته په اشارې سره وویل همدا اوس په هیواد کښې پينځه لکه (۵۰۰۰۰۰) حکومتي کارکونکو ته معاشونه ورکول کیږی او هیڅوک د سیاسي لیدتوګو په خاطر له کاره نه دی لیری کړئ شوي او حتی هیڅ میرمنه هم له خپلې دندې نه ده لیرې کړئ شوې .

هغه وویل په افغانستان کښې کابو درې زره (۳۰۰۰) کلینکونه او روغتونونه شته چې همدا اوس هم فعالیت کوي .

د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي وویل د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو سره په دغه هیواد باندې د بشري حقوقو د نړیوالو ادعاکونکو هیوادونو لخوا تپل شوي بندیزونه هیڅ روا والی نلري .

متقي وویل هغه اصلاحات چې نړیواله ټولنه یې د طالبانو له موقته حکومت څخه غوښتنه کوي په سوله ییز ډول ترسره شي او دغه کار به په دباو سره ونشي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i108256

captcha