IQNA

 په هندوستان کې د اسلام سیاسی نظرئې نومې کتاب په اردو وژباړل شو

15:34 - November 14, 2021
د خبر لمبر: 3484961
تهران (ایکنا) –د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې  په همت سره د خداي بخښلي آیت الله مصباح یزدي  لیکل شوی ؛نظریه سیاسی اسلام ؛ نومې کتاب په هندوستان کې په اردو ژبه وژباړل او خپور شو .

ایکناخبری اژانس راپور راکړ ، دغه کتاب ،قانون او  په سیاسی لیدتوګې کې قانون جوړونې ته د اسلام  د ژور نظر ښودنه کوي . دغه کتاب د اسلام  دسیاسی نظرئې دموضوع په باب  دتهران د جمعې لمانځه له خطبو په مخکې ویناؤ کې  د لیکوال دخبرواترو دلړۍ  نتیجه  ده چې  دهغه درویشت سپرکي ،  دهغو بحثونو د لمن پراخوالی ښئ چې   داسلام دسیاسی مسئلو په حوزې کې ورباندې ارزونې شوي دي .

 د مجمع جهاني اهل بیت ټولنې  په وینا ،په پیل  کې دغه اثر یا کتاب ، د سیاسیت ، آزادۍ ،حکومتی جوړښت ، ډیموکراسۍ  او په دینی نظام کې  دقوانینو  په څير د عناصرو د ځائيګي په باب  بحث شوی  او  په دوام کې ، په اساسی توګه  قوانینو او ارزښتونو ته د اسلام او لویدیځ دنظر توپیر  او  د لویدیځ د مادي تفکر  ارزونه پکې بیان شوې ده . 

لیکوال په پاي کې ، د  له حاکمیّت او قانون جوړونې سره د تشریعي ربوبیّت  دارتباط ، دسیاست او حکومت  او په انسانیّت کې د وحدت د اصل  او د ښاریزو د تابعیّت د ارزونې  په حوزو کې د اسلام ځانګړنې  په څير بحثونه مطرح  کړي دي .  

د اسلام سیاسی نظرئې نومې  ۳۹۵مخیز  کتاب په هندوستان کې   په اردو ژبه   د مولانا حیدر حیدري  په وسیله ژباړل شوی  او د اهل بیت علیهم السلام  دنړیوالې ټولنې  خپرندوئې  د ولایت  خپرندوئې په ملګرتیا  سره ددغه کتاب زر نسخې ئې خپرې کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4013067

captcha