ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد اسلامي انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله لعظمی سيد علي خامنه اي د نوې څلور کلنې دورې لپاره د دغو غړيو په ټاکلو سره د مخکېنيو غړيو په خاصه توګه د هغو سائنسدانانو ، پوهانو او استادانو د زحمتو په قدرونې سره چې په نوې دوره کښې به شامل نه وي د انقلابي نظم او محتوا په بنياد د کلتور عمومي بڼه نيونه او برابرونه د پرديو د کلتوري او رسانه اي يرغل په وړاندې د ژغورنې وسيله وبلله.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په حکم کښې راغلي دي د اسلامي انقلاب دويمې څلوېښتيزې ته داخلېدل چې د نوې هجري لمريزې پېړۍ له شروع کېدو سره په يووخت شوي، د تمدني بېخ بناو ټولګې ته نوی، زيان پېژندونکی او اپډېټؤنکي نظر لازموي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې په بيانولو سره چې د دغې ټولګې سر کښې د کلتور اصطلاح ده وفرمايل: کلتور د بشري ټولنوو د ټولو بېخ بناییو او اقداماتو هدايت کؤتکی او ورته چټکتيا يا سستيا ورکونکی دی .
معظم رهبر زياته کړه، د کلتوري انقلاب د عالي شورا ماموريت په هېواد کښې د کلتور او علم د حالت منظمول په دغو دوو مقولو کښې سياست جوړونه او انقلاب د ارزښتونو او هدفونو لوري ته د دغو ادارو هدايتول، د دغو ادارو د فکري ضرورتونو پوره کول او د هېواد د کلتوري مرکز په رول کښې څرګندېدب د ي .