IQNA

په پاکستان کې په رحمةاللعالمین کنفرانس کې د اسلامی امت پر یووالي ټينګاروشو

16:37 - November 15, 2021
د خبر لمبر: 3484963
تهران (ایکنا) – د پاکستان د امامیه عالمانو د شورا په  کوربتوب سره د رحمةاللعالمین سیمنار په   اسلام اباد کې د اهل تشیع ،اهل تسنن  د شخصیّتونو ،سیاسی او مذهبی مشرانو،فعالانو او دغه راز دهندو،سیک او مسیحي دینونواو د نورو فکری مکاتبو داستازو په ګډون سره ترسره شو.

ایکنا خبری آژانس له اسلام اباده راپور راکړ،دغه تاریخي  او  وحدت بخښونکی سیمنار پرون په اسلام اباد کې د امامیه عالمانو د شورا په کوربتوب سره   د پيغمبر اکرم د سیرت او تعلیماتو په سیوري کې د مسلمانانو ترمینځ د اتحاد او یووالی د دودولو په مومخې سره  ترسره شو او په دغه ناستې کې د  ایران په نمایندګۍ په اسلام اباد کې د ایراند  کلتوری خونې سلایار  احسان خزاعي هم ګډون وکړ.

 په دغه سیمنار کې ګډون کونکو  او وینا والو د اتحاد او وحدت په باب د قرآن کریم مختلفو آیتونو ته په اشارې سره  اود  اسلام د ګران پیغمبر  وحدت بخښونکي شخصیّت او شان ته په نغوتې سره درست اسلامی امت یوواولی او وحدت ته وباله او پخپلو ویناؤ کې ئې ووئيل ،نن سبا اسلامی امت له بل هروخته زیات وحدت او یووالی ته ضرورت لری  او که مسلمانان پخپلو کې سره یو موټی نشي نود  استعمار او استکبار د دسیسو په لومې کې به ښکیل شي او راتلونکي نسلونه به مونږ هیڅکله هم ونه بخښي .

په دغه سیمنار  کې دایران کلتوري سلایار احسان خزاعي هم  دحضرت امام حسن عسکري علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسب په مبارکۍ وئيلو سره وویل، دنبی مکرم  نیکمرغه میلاد د نبوي بعثت زمینه برابره کړه  اونبوي بعثت له هماغه پيله تر انتها پورې د انسان لپاره ترټولو ستره تاریخي واقعه ده ځکه د  اسلام د پيغمبر له بعثته وروسته ، بشریّت هدایت شو او د نور په لاره سم شو . هغه همداراز په همداوروستیو کې په افغانستان کې په جوماتونو کې  ترهه ګرو پيښو  ته په اشارې سره او ددغو غیر انساني جنایتونو او بم چاودنو په محکومولو سره ووئيل حضرت محمد مصطفی (ص)د درست انسانیّت لپاره رحمت اللعالمین دی  او انسانیّت ئې د نورو مذهبونو ته داحترام درس ورکړی ، خو ځيني جاهلان هڅه کوي چې د اسلام څیره خرابه کړي چې د اسلامی امت له نظره دا یوه محکومه چاره ده .

په دغه سیمنار کې همداراز د پنجاب صوبې یوه وزیر سید یاور حسین بخاري  هم پخپلې وینا کې ووئيل  په مومنانو کې د اسلامی مذهبونو اتحاد  باید دود شي ځکه څه چې لرو، د رسول اکرم  او دهغه داهل بیت علیهم السلام  لره دي  او د دوي په خاطر دي چې  دنورو مشکلات او مسئلې  ومنو .همدارازسناتور راجه ظفرالحق هم پخپلې وینا کې ووئيل ، سره له دې چې  اسلام دنړۍ په سویه په پراخیدو  دی ، نوځکه لازمه ده مسلمانان له درز اوتفرقې ډډه وکړي  او اتحاد اویووالی د خپلو درستو چارو سرمشق وګرځوي   مسلمانان باید د علامه اقبال د عقیدې  او تفکر په اساس ،پر قرآنی تعلمیاتو عمل وکړي  او پخپلو کې سره یو موټی شي .

https://iqna.ir/fa/news/4013394/%D9%85%

captcha