IQNA

 په دوبئ کې د میرمنو قرآني نړیوالې سیالۍ ترسره کیږي

16:18 - November 16, 2021
د خبر لمبر: 3484975
تهران (ایکنا) – د شیخه فاطمه بنت مبارک په نامې سره د میرمنو ځانګړو قرآني نړیوالو سیالیو پنځم پړاؤ په دوبئ کې د لړم د میاشتې له ۲۹نیټې پیلیږي  او  د لیندې دمیاشتې تر شپږمې نیټې پورې به  دوام ولري .

ایکناخبری آژانس د الخلیج له قوله راپور راکړ، په انساني او کلتوري چارو کې د دوبئ د حاکم سلاکار ابراهیم بو ملحه ددغو نړیوالو سیالیو دترسره کیدا په باب ووئيل ،  دا سیالۍ د دوبئ د قرآن کریم د نړیوالې جایزې د پروګرامونو یوه  برخه ده  او د خداوندمتعال  د کتاب په حفظ کې  او په ډيرو اسلامی او عربی هیوادونو کې د انسان دوستۍ  او خیریه اقداماتو په ترسره کولو کې  مهم رول لري .

هغه دغه راز ووئيل د نړۍ له پنځوسو هیوادونو څخه   د قرآن کریم حافظو میرمنو په دغو قرآني سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی او په راتلونکو ورځو کې  هم دغه شمیر نوره هم زیاتیږي .

 بوملحه په دوام کې ووئيل ،  په دغو سیالیو کې ګډون کونکي د نومبر په اولسمه ،اتلسمه او نلوسمه نیټه  اماراتو ته رسیږي  او د داؤرانو په پلاوي کې  هم د سعودي عربستان ، متحده عربی اماراتو ، مصر ، انډونیشیا او پاکستان څخه نړیوال قاریان او حافظان  به داؤري وکړي .

 هغه دغه راز ووییل، د داؤرانو یا قاضیانو یوه بله کمیټي هم د حافظانود  حفظ په باب  د ډاډمنیدا لپاره  دقرآن کریم دحافظانو دمقدماتي امتحان  دترسره کولو لپاره په نظر کې نیول شوي دي . دغه سیالۍ په د مازدیګر څلور بجو څخه پیل شي  او  دروغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره  او د دوبئ د  علومو اوکلتوري غونډو په هال کې به ترسره شي  او د دوبئ د نور سپوږمیز چینل له لارې  او دغه راز د دوبئ د نړیوالې جایزې  د یوټیوب چینل  له لارې هم خپریږي .

 

https://iqna.ir/fa/news/4013702

captcha