ایکنا خبری آژانس د عرب نیوز له قوله راپور راکړ، د اسلامی نړۍ دټولنې سټال د دوبئ په ۲۰۲۰اکسپو کې په قرآن کریم کې د یاد شوو ۲۵پيغمبرانو ژوند په پنځو مختلفو ژبو کې معرفي کوي .
ددغه نندارتون په یوې برخې کې د ؛ انبیاء،ګواکې وینئ ؛ په عنوان سره یو پروګرام وړاندې شوی چې په هغه کې د آسماني پیغمبرانو او رسولانو د ژوند دحالاتو د وړاندې کولو لپاره له ماډرن ټيکنالوجۍ استفاده شوې ده . دغه پروګرام د سولې ، عشق ، محبت ، صبر ،زغم ګډو ژوند او انسانیّت پيغامونه چې الهي پیغمبرانو نړۍ ته راوړي دي،وړاندې کوي . همداراز د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) لوړ اخلاق او جامعیّت ښکلا ، داسلامی نړۍ پیغام لا روښانه کوي .
په قرآن کریم کې ذکر شوي ۲۵ پيعمبران او رسولان به ، په عربی ، انګریزي ، فرانسوي ، عبري او انډونیشیائی پنځو ژبو معرفي شي .
ددغه نندارتون او دغه راز د اسلامی نړۍ د ټولنې دسټال د کړنو او فعالیت په باب یو ویډیوئی کلیب هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .