IQNA

  په افغانستان کې د امریکا سیاست دوه ګوڼی او منافقانه دی

16:37 - November 16, 2021
د خبر لمبر: 3484978
 تهران (ایکنا) – د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړي استازي وویل اقتصادی بایکاټونه د امریکایی چارواکو سیاسی اوزار دې او دا چی وایی د خلکو او بشری حقوقو په ګټه عمل کوي ، دروغ دي .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په چارو کې  د ایران حکومت ځانګړی استازی  حسن کاظمی قمي د امریکا لخوا له هیڅ ډول قانونی ادعا پرته د افغان ولس د شتمنیو کنګل کول د دغه هیواد د منافقانه دریځونه ښودونکې وباله .

ده وویل اقتصادی بایکاټونه د امریکایی چارواکو سیاسی اوزار دې او دا چی وایی د خلکو او بشری حقوقو په ګټه عمل کوي ، دروغ دي .

ده زیاته کړی ده که امریکایان د خلکو ملاتړی وای نو باید ولې په دغو سختو شرایطو کې چی د افغانستان خلک په کړاو او سختو اقتصادی او معیشتی شرایطو لاندی دي ، د خلکو پیسې او شتمنۍ په چټی پلمو کنګل کوي . کاظمی قمی  جوته کړه امریکایان هڅه کوی له اقتصادی اوزار او اقتصادی دباونو په ملتونو او حکومتونو د خپلې ارادې د تپلو لپاره ناوړه استفاده وکړی 

https://parstoday.com/ps/news/iran-i108424

captcha