ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ، د پاکستان د حکومت او دتحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي ) ترهه ګرې ډلې ترمینځ د لومړني اوربند او د سازباز د خبرواترو د پرمختګ لپاره له موافقې دوه اونۍ وروسته، راپورونه په دریم هویاد کې د سیاسی دفتر دتاسیس پشمول د دغې ډلې دعناصرو د درو اصلي غوښتنو ښودنه کوي .
دپاکستان درسندویو په اساس ددغه هیواد چارواکي په مستقیم ډول او د افغانستان د طالبانو له لارې ، د پاکستان د تحریک طالبان یا ټي ټي پي ته وئیلي دي ، چې ددغې ډلې غوښتنې د منلو وړ نه دي .
په دې زمینې کې د پاکستان خپرونو نن راپور ورکړی،هر دواړو لورو په کابل کې دخبرواترو درې پړاؤنه او په خوست ولایت کې هم دوه نور پړاؤنه درلودلي دي .
د پاکستان حکومتي استازو او د تحریک طالبانو تر هه ګرې ډلې استازو، د خبرواترو د پرمختګ او د اوربند د سولې په یوې دایمي موافقې باندې د بدلولو لپاره کمیټئ جوړې کړې .
د پاکستان له حکومته په تیره بیا په بهر کې د ټي ټي پي ډلې دسیاسی دفتر د تاسیس غیر قانوني غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې دپاکستان ځينو ګوندونو ددغه هیواد حکومت ، له تحریک طالبان پاکستان سره دخبرواترو لپاره ددغه هیواد حکومت رټلی دی او دا ئې د ترهه ګر ۍ په ضد دجنګ له بریاؤ سره په توپیر کې بللی دی . وئیل کیږي ،د پاکستان د حکومت داپوزیشن ګوندونو پر سخت مخالفت سربیره ، دسند صوبائي جرګې هم له ټي ټي پي سره د روغې جوړې په باب د پاکستان د حکومتي لوري له خوا د خبرواترو په ضد پریکړه لیک هم تصویب کړی دی .