IQNA

د فلسطینی ملت پر حق هیڅکله  ساز باز نشي کیدلی

20:54 - November 21, 2021
د خبر لمبر: 3485005
 تهران (ایکنا) -اسماعیل هنیه   ددغه غورځنګ  لومړنی لومړیتوب د فلسطین  موضوع دفاع  کول او  په هره بیّه   دفلسطین د ملت د حقوقو له مینځه  وړل کیدا اجازت نه ورکول  اعلان کړل .

ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،  د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دس یاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه پرون ناونه ددغه  غورځنګ  اصلي  اوه لومړیتوبونه اعلان کړل .

 اسماعیل هنیه   ددغه غورځنګ  لومړنی لومړیتوب د فلسطین  موضوع دفاع  کول او  په هره بیّه   دفلسطین د ملت د حقوقو له مینځه  وړل کیدا اجازت نه ورکول  اعلان کړل .

 هنیّه ددغې مقاومتي ډلې  دوهم لومړیتوب  هم د مقاومت دپروژې  خوندي ساتل  او په مختلفو  اړخونو کې ئې پراختیا وبلله .د فلسطین دملت   د وحدت بیرته ستنیدا او په څو ډلو ئې د ویشل کیدا ختمول ، دغورځنګونو ترمینځ د سسیاسی ائیتلافونمو جوړول  او  په اسلامی او عربی چاپيریال کې  د اړیکو پراختیا ،  له نړیوالې ټولنې سره داړیکو ټينګیدا او  له نړیوالو بهیرونو څخه استفاده  او د فلسطین دموضوع په  وړاندې  د ملتونو په دریځونو کې  رامینځةشوي  مهم بدلونونه ، د نیواکګرو د دسیسو په وړاندې  له دوي څخه دقدس حفاظت او خوندي ساتل،او صهیونیسټ رژيم له بندونو د فلسطینیو بندیانو خوشی کول،د حماس غورځنګ نور لومړیتوبونه دي چې  اسماعیل  هینه  بیان کړل .

 د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر همداراز د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددغه مقاومتي  او مبارز غورځنګ داړیکو په باب هم ټينګار وکړ ، له ایران سره د مونږ اړیکې سټراټژيکې دي ، ځکه ایران  د مقاومت د پروژې  یو مهم رکن حسابیږي . https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i108642

 

captcha