ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د ايران د آزادو او خصوصي اقتصادي سيمو د عالي شورا منشي سعید محمد نن د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې مرکز زاهدان نړيوال هوائي ډګر ته له رسېدو سره سم وويل: د سيستان د آزدې سيمې په کار لاس پورې کولو لپاره پلاننګ شروع شوے دے او په دې لړ کښې به د چابهار آزاده سيمه د سيستان له آزادې سيمې سره مرسته وکړي چې زر ترزه ګټه اخېستلو ته اورسيږي.
محمد سعيد د دې په بيانولو سره چې د افغانستان او پاکستان په شمول له ګاونډي هېوادونو سره د سرحدي مبادلاتو زياتول د ايران د حکومت له سياستونو څخه دي، واضحه کړه، د زابل هوائي ډګر او له چابهار نه زاهدان ته د جوړېدو په حال کښې د رېل پټلۍ چې ترميلک پولې پورې رسيږي د ايران له ختيځو ګاونډي هېوادونو سره د سرحدي تجارت د پراختيا لپاره مناسبه فرصت رامنځته کولې شي.
د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې شمال کښې د سيستان آزاده سيمه کښې زابل، هامون، زهک، هيرمند او نيمروز ښارونه شامل دي.