IQNA

ایران اوپاکستان علمي او تعلیمي ملګرتیا پراخوي

22:45 - November 23, 2021
د خبر لمبر: 3485016
تهران (ایکنا) - د دوه مسلمانو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د محصلینو او استادانو د تبادلې د اړیکو په پیاوړتیا او د ایران او پاکستان ترمینځ د کمیو په لیری کولو کې مهم رول لري .

ایکنا خبري آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پنجاب صوبې د اسلامی پوهنکور د علمی پلاوی مشر اختر حسین د فارسی ژبې د دودولو ، تعلیمی او علمی برخو کې د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا لپاره د ایران او پاکستان ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل د دوه مسلمانو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د محصلینو او استادانو د تبادلې د اړیکو په پیاوړتیا او د ایران او پاکستان ترمینځ د کمیو په لیری کولو کې مهم رول لري 

په لاهور کې د اسلامي ایران د کلتوري کور مشر او د پنجاب صوبې د اسلامی پوهنکور د علمی پلاوی غړی د علمي ملګرتیاو د پراختیا جاج واخیسته .

د پنجاب صوبې د اسلامی پوهنکور د علمی پلاوی مشر اختر حسین د فارسی ژبې د دودولو ، تعلیمی او علمی برخو کې د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا لپاره د ایران او پاکستان ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل د دوه مسلمانو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د محصلینو او استادانو د تبادلې د اړیکو په پیاوړتیا او د ایران او پاکستان ترمینځ د کمیو په لیری کولو کې مهم رول لري .

د ایران د کلتور خونې مشر جعفر روناس هم په لاهور ښار کې د لوړو زده کړو د یوه زاړه مرکز په توګه  له اسلامی پوهنکور څخه له کتنې د خوشحالۍ په څرګندولو سره وویل په لاهور کې د ایران کلتوری خونه د ایران له ژبې او کلتور سره د پاکستانی محصلینو د اغیزمنې او بهترې بلدتیا لپاره د کلتوری ، تخصصی او علمی سیمینارونو د ترسره کولو لپاره له دغه تعلیمی اورګان سره ګډو ملګرتیاو ته چمتو دې 

https://parstoday.com/ps/news/iran-i108716

captcha