ایکناخبری اژانس د Scroll، له قوله راپور راکړ، په دغې نظرسنجۍ کې چې د هند آکسفام غیر حکومتي ادارې له خوا ترسره شوي ده،دهند کابو درې دیرش فی صدي مسلمانان وائي ، چې دخپل دین په دلیل ئې په روغتونونو کې توکمیز توپیر تجروبه کړی ددی .په ټول کې په دغې نظر سنجۍ کې له اته ویشتو صوبو او پنځو سیمو څخه درې زره اته سوه نوي کسانو ګډون کړی چې نتیجې ئې په همداوروستیو کې خپرې شوي دي .
دغه نظر غوښتنې همداراز ښئ چې پنځه دیرش فی صده میرمنې هم د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له مشکل سره مخامخ دي او باید د یوه سړي ډاکټر په وسیله او د ډاکټر په کوټې کې ئې فیزیکي معاینه وشي .
دغه نظر غوښتنه د ناروغانو د حقوقو دمنشور د اجرائي اندازې په ارزونې په پسې وه چې د هندوستان د بشري حقوقو د ملی کمیشن په وسیله برابره شوي وه .ددغې نظر سنجۍ نتیجې د ۲۰۲۱کال له فرورۍ تر اپریل پورې غونډې شوي دي .