IQNA

پاکستان د سوریې له حکومت سره د ملګرتیا پیاوړې کولو ته ګروهنه لري

16:54 - November 24, 2021
د خبر لمبر: 3485022
تهران (ایکنا) – د پاکستان ولسمشر  ووئیل ، دواړه لوري ځانګړې اړیکې لري چې د دین، کلتور او ګډو ارښتونو په بنیاد ولاړې دي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې  له قوله راپور راکړ ،د پاکستان ولسمشر په یولړ څرګندونو کې  وویل چې هیواد یې د سوریې له حکومت سره د ملګرتیا پیاوړې کولو ته ګروهنه لري

عارف علوي په اسلام آباد کښې د سوریې د ښوونې له وزیر دارم طباع سره په کتنه کښې زیاته کړه: پاکستان له سوریې سره د دوه اړخیزې ملګرتیا پیاوړتیا او په ټولو برخو کښې یې پراختیا ته ګروهمن دی.

 د پاکستان ولسمشر  ووئیل ، دواړه لوري ځانګړې اړیکې لري چې د دین، کلتور او ګډو ارښتونو په بنیاد ولاړې دي.

د پاکستان ولسمشر په دمشق کښې د پاکستان د نړیوال ښوونځي فعالیت ته په اشارې سره وویل: مونږ غواړو چې د سوریې زده کونکو ته د نړیوالو معیارونو مطابق ښوونیز خدمات وړاندې کړو.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i108756

captcha