ایکناخبری آژانس د شفقنا له قوله راپور راکړ،د افغانستان د موقته حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد نن د کابل په لویدیځ کې په شیعه میشته سیمې کې د افغانستان د ملت ګوند د پلویانو په ټول کې ووئیل ،په افغانستان کې د طالبانو حکومت ددغه هیواد په آبادونې او جوړونې پسې دی .
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت ویندوي ټینګارکړی،طالبان هڅه کوي ،څو د افغانستان ولس عزت ته کوم تاوان ونه رسیږي.ذبیح ا... مجاهد زیاته کړې ، افغانستان په یوه داسې نوي پړاؤ کې دی چې د مونږ ددرست ملت یوزړتوب او ملګرتیا ته اړتیا لري .
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې یوه لوړپوړوي مسئول مقام انس حقاني چې ددغه هیواد دموقته حکومت دکورنیو چارود وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني ورور هم دی ، نن په یولړ څرګندونو کې په افغانستان کې د جنګ د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مسئول بللو سره زیاته کړې ، استخباراتي ادارې سي ائي اې د افغانستان د ویشلو لپاره هڅه کوي .