ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور ورکړ ، د افغانستان دطالبانو د موقته حکومت د عامه فوایدو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري پر نړیوالې غږ کړی ، دغه حکومت دې په رسمیّت وپيژني .
عمري صیب د افغانستان په باب په بې پروائۍ د نړیوالې ټولنې په تورنولو سره ووئيل ، که نړۍ له افغانستان سره دتعامل غوښتونکي ده ،نو باید دغه حکومت دې په رسمیّت وپيژني .
عبدالمنان عمري دغه راز ووئيل ، نړۍ په افغانستان کې د مشکلاتو او بحران خبرې کوي ،خو ددغو ترینګلتیاؤ د حل لپاره هیڅ کار نه کوي .
د طالبانو دموقته حکومت د عامه فوایدو وزارت سرپرست ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر دې مه یوه هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیّت نه دی پيژندلی ، ووئيل ، طالبانو هغه څه چې لازم ؤ ترسره کړي ئې دي ،خو دا نړیواله ټولنه ده چې ددغه حکومت د په رسمیّت پيژندنې په وړاندې دوه ګوڼی چلند کوي .