ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د عراق الفتح ائيتلاف مشر هادي العامري نن په یو لړ څرګندونو کې د اروپائي اتحادئې له استازي سره په کتنې کې عراق ته د ملګروملتو د استازي په دریځ سخته نیوکه وکړه او وې وئيل ، هغه داسې چلند کوي ،لکه چې د انتخاباتو دلوړ کمیشنر وي .
هادي العامري ووئیل ، دعراق په چارو کې دملګروملتو استازی جنین پلاسخارت په انتخاباتو او دهغو په نتیجو کې داسې لاسوهنه کوي ،چې ګواکې دانتخاباتو مسئولیّت له همدې سره دی .
العامري پرون په عراق کې داروپائي اتحادئې له سفیر ویله واریولا سره په کتنې کې ووئيل ، د ډيموکراټيکې لارې په باب اندیښنه ، د شفافو انتخاباتو په ترسره کیدا او د قدرت په سوله ایز ډول د منتقلیدا د غوښتنې اصلي دلیل دی .
دعراق د الفتح ائيتلاف مشر ووئیل مونږ د ملګروملتو له نمایندګۍ سره ډيرې ښې ملګرتیاوې لرو چې د دوي په مثبت رول باندې اعتقاد لرو ،خو ددغه اورګان اوسنی مشر جنین پلاسخارت چې دخالت کوي ، زمونږ اعتماد ئې لړزانه کړی دی .
العامري په د وام کې ووئيل ، دانتخاباتو په نتیجو کې په لاسوهنې ، د رایو په غلاکیدا باندې په اعتراض کې په عراق کې روان اعتراضونه او پرلت وهنې ،له ۲۰۰۳کاله تر دې دمه تر ټولو منظمې او سوله ایزې پرلتۍ وهنې دي.