ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ، دلبنان د العمل المقاوم جبهې په یوې اعلامیې کې ټينګار شوی ، د آسټریلیا په وسیله د ترهه ګرې ډلې په توګه دحزب الله معرف ي کول یوه بې انصافه او غیر منطقي فیصله ده چې د صهیونیسټانو د وحشي ډوله اقداماتو او ګټو لپاره ده .
په دغې اعلامیې کې په دغه اقدام باندې دخواشینۍ په څرګندولو سره وئیلي شوي دی ، دغه شان اقدامات یوازې د امریکاشرغواړي حکومت ته یو وړیا خدمت ګڼل کیدلی شي .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ، دغه شان بې منطقه فیصلې به د حزب الله جهادي لارې ته هیڅ تاوان ونه رسوي او سیاسی شرائطو ته له پامه پرته به جنایتکار او تیریګر صهیونیسټي رژيم په وړانډې د مقاومت بیرغ هماغه شان رپيږي .