ایکناخبری اژانس د قرآنی قاف له قوله راپور راکړ ،د عراق دنجف اشرف دعلوي مقدس آستان دقرآن مرکز له خو د بهرنیو طلبه ؤ دقرآني چارو ځانړي دوره په اونۍ کې درې ورځې او تر دوو میاشتو پورې په نجف اشرف کې ترسره شوه .ددغه مقدس آستان د قرآني زده کړو د برخې مسئول امیر کسارپه یولړڅرګندونو کې ووئیل ،نوموړي دوره د علوي آستان دقرآني مرکز سره اړونده د ښونې او روزنې د څانګې تر څارنې لاندې ترسره شوه او په دې کې د پاکستان د علمیه حوزې دولس طلبه ؤ ګډون درلود.
د فارغ التحصیلانو او ددغو طلبه ؤ د ستاینې دستورې هم ددغې دورې په ځاي کې چې د حضرت امام عی علیه السلام د پاک حرم په صحن کې ترسره شوي وې ،جوړې شوې .امیر کسار په دغو دستورو کې ووئيل،دغه ځانګړي دوره د سم قراءت او د قرآن دقراءت د احکامو دهغو درسونو د پروګرام په اساس ؤ چې په هغه کې،ددغې څانګې د قرآن د تفسیر او قراءت استاد سید قتاد الحسینی شتون درلود.هغه په پاي کې ټينګار وکړ، چې دبهرنیو طلبه ؤ د ښونې دورې ، د بهرنیو طلبه ؤ په عربی ژبې او دقرآن د قراءت د سوئې پر ودې د پام وړ اغیزې شیندلي دي