IQNA

د ایران اراده له پاکستان سره د اړیکو ډیر پراخول دي

16:07 - November 28, 2021
د خبر لمبر: 3485038
تهران (ایکنا) - د اسلامي ایران ولسمشر د پاکستان له ولسمشر سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د ایران د اسلامي جمهوریت اراده له پاکستان سره د اړیکو هراړخیز پراخول دي .

ایکناخبرِ آژانس  دپارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن په عشق اباد کښې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره په کتنې کښې د تهران او د اسلام اباد د ملګرتیاو د پراختیا ظرفیتونو او ګډولو ته په اشارې سره وویل دواړه هیوادونه ژورې تاریخي ،  کلتوري او قلبي ګاونډي اړیکې لري او د اړیکو د پراختیا په لاره کښې له دغو ظرفیتونو استفاده د دواړو ملتونو په ګټه او د سیمې د پرمختګ او د ابادونې لپاره ده .

د ایران ولسمشر رئیسي د نړۍ د مظلومو ملتونو په تیره بیا د افغانستان د خلکو د ملاتړ پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل په افغانستان کښې د پردیو هیوادونو شل (۲۰) کلن شتون نه یوازې مشکلات ختم نکړل بلکې له ظلم ، وژلې ، چورتالان او ناامنۍ پرته یې بله هیڅ نتیجه نه ده لرلي .

هغه وویل ایران په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا چې د ټولو خلکو ، قومونو او سیاسي ډلو استازي توب کوي ملاتړ کوي او په دې زمینه کښې له پاکستان سره ملګرتیا ته چمتو دی .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ډاګینه کړه چې په ایران کښې د افغانستان د کابو څلور (۴) میلیونه مهاجرینو شتون په دغو مظلومو خلکو باندې د امریکا د ظلم له کبله ګڼو او له مشکلاتو او محدودیتونو سره سره د ایرانیانو په شان  د افغان کډوالو میلمستیا کوو .

هغه وویل داعش ډله په خپله امریکا جوړه کړي ده او واشنګټن له دغه ډلې په استفادې سره په افغانستان او سیمه  کښې د ناامنۍ د رامینځته کولو کوشش کوي نو ځکه خو باید د هغې په وړاندې مقاومت وکړو .

د پاکستان ولسمشر عارف علوي وویل  اسلام اباد هم د ایران په شان په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د جوړیدا غوښتونکی دی او په دغه هیواد کښې د سولې د ټینګیدا لپاره ملګرتیا ضروري ګڼو .

  https://parstoday.com/ps/news/iran-i108930   

captcha