ایکناخبری اژانس د Financial Times له قوله راپورراکړ،دغه دوسیه په انګلستان کې دیره د روهینګیائي خلکو یوې ډلې او د میانمارپه راخین صوبې کې په ۲۰۱۷کال کې د پوځ له ځپنې د پاتې شپږو ښځو په وسیله په بوئنوس آیرس کې مطرح شوې ده .
د روهینګیا پرمسلمان لږکي د برما یا میانمار دپوځ په وحشي ډوله حملو کې امنیتی مامورانو، په زرګونو مسلمانان وژلي،پر میرمنو او انجونو ئې په جنسي تیري کړي اوکابو اته لکه مسلمانان ئې کډه په سر کړي دي .
د اپيل کونکو وکیل توماس اوخیئا کوینتانا (Tomás Ojea Quintana) ، Financial Times ته پخپلو خبرو کې ووئیل،مونږ د ځواب وينې په زمینې په ملموسو نتیجو او دهغو کسانو په سزا کولو پسې یوو چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول ئې په دغو نسل وژنو کې ګډون کړی دی . غواړو،ددغه جنایت عاملان وپيژندو او هڅه وکړو،دغه کسان په ارجنټاین کې عدالت ته وسپاروو.
دغه دوسیه د نړیوال صلاحیّت لري ، چې په اساس ئې د جنګي جنایتونو او نسل وژنې په څير د ډيرو سختو اوبوږنونکو جرمونو عاملان په هرځاي کې محاکمه کیدلی شي