IQNA

په روسیې کې د حلالو خوَړو په وړاندې فرصتونو په زیاتیدا دي

16:37 - November 29, 2021
د خبر لمبر: 3485044
تهران (ایکنا) - په روسیې کې د د حلالو خواړو له محصولاتو د  دغه هیواد د مسلمانانو هرکلی په وڅاره توګه زیات شوی او دغو تولیداتو لازیات رونق موندلی دی.

ایکناخبری آژانس  راپور راکړ، په روسیې کې  کابو شل میلیون مسلمانان ژوند کوي  چې له دوي  کابو دوه میلیونه یوازې په ماسکو کې هستوګن دي .د مسلمانانو په دومره نفوسو سره  دا تمه کیدلی شي ، چې  د حلالو خوړو  د تولید په صنعت  کې غوښه، لبني محصولات  او نور شیان چې  داسلامی  اصولو په اساس ، د انسان دمصرف لپاره مناسب دي ، شامل وي  او دا په د غه هیواد کې د  مخ په وده د ستر صنعت برخه کیدلی شي .

په روسیې کې تائيد شوي  څه دپاسه دوه سوه تولیدونکي موجود دي چې د روسیې د افتا شورا د ګواهۍ او دحلالو سټنډرډونو د نړیوال مرکز له خوا ورته ګواهي نامې ورکړل شوي دي  اوس  دروسیې دخوراکي موادو ډیری تولیدونکي  چې په حلالو محصولاتو کې تخصص لري ، خپلې کارخانې ئې د حلالو خوړو لپاره  دغوښتنې د دومدارې زیاتونې ته دځواب لپاره پلان  او منظمې کړي دي .

د چیچنیا، اینګوشتیا  او داغستان په څير د زیاتو مسلمان اوسیدونکو  سیمو کې ،دخوراکي موادو ډير تولیدات د م ګړۍ حلال دي ، د مثال په توګه په تاتارستان کې واقع   د حلالو چرګانو د تولید یوه کارخانه چلني برویلر، خپل کلني تولیداتو څه دپاسه دیارلس فی صدي برخه  حلالو محصولاتو ته بیّله کړې ده .

وئيل کیږي،په روسیې کې په کال کې کابو یو اعشاریه درې میلیون ټنه غوښه  تولیدیږي .  

   https://iqna.ir/fa/news/4016612/%D8%B

captcha