ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د سیمه ایزو مسئولانو او د نړیوالو ارګانونو په هلوځلو سره دافغانستان د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کښې د سلګونو جینکو لپاره د زده کړې او تحصیل حالات برابر شوي دي.
د ویلو ده چې له تیرو تقریباً دوه نیمو میاشتو راهیسې په افغانستان بندې د طالبانو په ولکې سره، له شپږم کلاس نه پورته نجونې له زدکړو منع کړې شوې دي.
د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق (یونیسف) تیره پنجشنبه ویلي وو چې په افغانستان کښې کابو دوه میلیونه ماشومان د طالبانو د پریکړو په وجه له زده کړې پاتې شوي دي.
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i109068