IQNA

هیچا ته اجازت نه ورکوو،د افغانستان خاوره په بل هیواد د حملې لپاره وکاروي

18:43 - December 01, 2021
د خبر لمبر: 3485057
تهران(ایکنا) – د افغانستان د طالبانو موقته حکومت نن ژمن شوی چې اجازت نه ورکوي د افغانستان له خاورې په بل یوه هیواد څوک حمله وکړي .

ایکنا خبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،د امریکا د خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس نن ووئيل ، طالبانو په قطر کې د افغاانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره لیده کاته کړي او دوي ژمن شوي چې اجازت نه ورکوي، د افغانستان له خارې د بل کوم هیواد باندې د حملې لپاره د یوې اډې په توګه استفاده وشي .
ددغه راپور په اساس په هغې مطبوعايت اعلامیې کې چې طالبانوډلې پرون ناوخته خپره کړې وه ،راغلی دي ،طالبانو یوځل بیا پخپلې ژمنې ټينګار کړی ،چې هیچا ته اجازت نه ورکوي، د افغانستان له خاورې د بل کوم هیواد په ضد د استعمالولو هڅه وکړي .
ظاهرا په دغو لیدوکاتو کې متحده ایالاتو له طالبانو غوښتي دي ، چې امریکائي چارواکي په افغانستان کې د داعش اوالقاعدې ترهه ګرو ډلو دشتون په دوام اندیښمن دي او د طالبانو له پلاوي غوښته کوي ، چې اجازت دې ورنکړي ، دافغانستان له خاورې دوي وګواښل شي .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،طالبان باید په دې اړه پخپلو ژمنو عمل وکړي او له افغانستان د امریکایانو پشمول دنورو بهرنیانو چې له دغه هیواده وتل غواړي ووځي او د افغانانو په تیره د ښځو او انجونو اولږکیو دحقوقو ساتل دې عملی کړي .
روئيټرز خبری آژانس هم نن په یوه راپورکې لیکلي دي ، د افغانستان په چارو کې دامریکا ځانګړي استازي تامس وسټ دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ په قطر کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کړي دي .
https://www.irna.ir/news/84562051/%D8%B7

captcha