ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، په افغانستان کی د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل توویتر کې ولیکل: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د نړۍ د ۱۶ هیوادونو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتنه وکړه ،په کابل کې خپلي سفارتخانې له سره پرانیزي او خپل ډیپلماټیک فعالیتونه پیل کړي.
بلخي زیاته کړه: په دغه لیدنه کې د جرمني، کاناډا، فنلاند، نیوزلاند، ایټالیا، جنوبی کوریا، د اروپایي اتحادیې کمیشنر، اسپانیا، امریکا، ناروې، سویډن، هالنډ، اسټرالیا، برتانیې او جاپان استازو شتون درلودو.
اوسمهال په افغانستان کې د لسو هیوادونو سفارتونو خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي.