IQNA

د یمن پوځ په مارب کې د امریکا یوه بله جاسوسي ډرون الوتکه هم نسکوره کړه

11:42 - December 04, 2021
د خبر لمبر: 3485064
تهران (ایکنا)- دا اوم ځل دی چې په تیر یوه کال کې د امریکاسکین ایګل ډوله پرمختللی جاسوسی الوتکه د یمن په فضا کې راګیر او  په یمني وسلو سره تباه کیږي .

 

ایکناخبری آژانس د تسنیم   له قوله راپور راکړ، د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریح نن سهار وختي په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، ددغه هیواد پوځ د امریکا یو بل سکین ایګل ډوله بې پيلوټه  جاسوسی الوتکه  چې د مارب ولایت په الجوبه سیمې فضا کې ئې جاسوسي کوله نسکوره کړه .

یحیی سریع دغه راز پخپل ټولنیز پیغام کې  وئيلي دي ،  د یمن دپوځ  او ولسی مبارزو کمیټیو د هوافضا یونټ مبارزانو  دغه بې پيلوټه الوتکه پخپلو مناسبو وسلو سره ویشتي  او نسکوره ئې کړې ده  او دا اوم ځل دی چې په تیر یوه کال کې د امریکاسکین ایګل ډول پرمختللی جاسوسی الوتکه د یمن په فضا کې راګیریږي ا و  په یمني وسلو سره تباه کیږي .

وروستي راپور ونه ښئ چې د سعودي عربستان تیریګر  ائيتلاف جنګي الوتکو په وروستیو بې آمانه بمباریو کې   کابو اولس کسان شهیدان اویوشمیر نوره هم ټپیان کړي دي  او دغه راز هستوګنو سیمو ته هم ډير تاوانونه اړولي دي .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/09/13/2619495/ارتش-یمن

captcha