ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له بی بی سی سره په خبرو کې طالبان خپل وروڼه وبلل او وې وئيل ، نړیواله ټولنه دې دخپل هیواد د جوړولو او رغولو لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي .
حامد کرزي همداراز ووئيل د افغانستان له نوو واکوالانو سره ئې ښې لیدنې کړي دي او د هیواد په وړاندې د مسئلو په باب ئې ورسره خبرې او بحثونه کړي دي .
حامدکرزی ووئيل ،د امریکا ولسمشر جوزف بایډن ته د هغه پیغام دا دی چې رادې شي او د طالبانو له حکومت سره دې کار وکړي او نړیواله ټولنه هم باید مرسته وکړي څو افغانان خپل هیوا د ورغوي او هغه زخمونه چې د درستو له خوا ورته رسیدلی دي ، ملهم پرې کیږدي .
د افغانستان پخواني ولسمشر یو ځل بیا جوته کړې ، په افغانستان کې د امریکا له هوائي حملو سره سخت مخالف دی ، که امریکا د افغانستان په خاوره کې خپلې الوتکې راپورته کړي او یا خپل ځواکونه زمونږ خاورې ته راولي ، نو تیروتنه کوي ،مونږ غواړو له امریکا سره دوستي وکړو ورسره متحد شو ، خو په دوستۍ او د مونږ په هیواد کې د جنګي الوتکو ګرځولو ترمینځ ډير فرق دی .
حامد کرزي دغه راز پر هغو درستو افغانانو چې له هیواده بهر دي ، غږ کړی ،هیواد دې ورغوي ، دا د تاسو خپل ه یواد دی او باید سره متحد شو ،مونږ ددغې خاورې او ټاټوبی بچي یوو او باید خپل هیواد پرې نږدو باید پاتې شو او خپل کو رپخپله جوړ کړو . پخواني افغان ولسمشر په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو د پرانیستل کیدا په باب چې طالبانو ئې مخه نیولې ده ، هم ووئیل ، طالبانو هم دغه موضوع درک کوي او دا پيښه به ډیره زر تحقق ومومي .مونږ غواړو زمونو لوڼه نه یوازې ښونځيو ته لاړې شي ، بلکې پوهنتونونو ته لاړې شي ، کارکسب وکړي او د خپل هیواد په رغونې او آبادونې کې ونډه ولرل شي .