IQNA

د ملګروملتو په غونډې کې د سورئې دمځکنۍ بشپړتیا پر ساتلو اوله ترهه ګرۍسره پرمبارزې ټينګاروشو

15:41 - December 04, 2021
د خبر لمبر: 3485066
تهران (ایکنا)- د ملګروملتو په مشرۍ په ناستې کې چې د سورئې د وروستیو بدلونونو په باب په بروکسل کې شوي ،دسورئې پر مځکنۍ بشپړتیا او په دغه هیواد کې  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پر  اهمیّت ټينګار وشو .

ایکناخبری اژانس د آناتولي له قوله راپور راکړ ،په هغې غونډې کې چې د په بروکسل کې د سورئې په چارو کې د ملګروملتو د ځانګړي استازي ګیرپډرسن  په کوربتوب سره شوي ، یولسو  هیوادونو او  دوو نړیوالو اورګانونو استازو په پایزې اعلامیې کې  دسورئې د بحران لپاره د سیاسی حل لارې د موندلو لپاره  له  هلو ځلو خپل ملاتړ اعلان کړ. .

 په دغې ناستې کې چې د سورئې د بحرن  په باب دبحث او مشورو لپاره جوړه شوي ، د عربي اتحادئې ، اروپائي اتحادئې  او همداراز د ترکیې ،مصر ، فرانسې ،جرمني ،عراق ،اردن ،ناروې وعراق ، عربستان ، انګلستان او امریکا استازو پکې شتون درلود.

په دغې پایزې اعلامیې کې همداراز له اړمنو سره د انسان دوستۍ د مرستو د بې ځنډه لیږدولو ، د نیول شوو کسانو د خوشي کیدا ، سملاسی اور بند او  د بې ځایه شوو کډوالو پخپلو کورونو کې د ځاي په ځای کیدا باندې هم ټینګار شوی دی . دوي همداراز د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۵۴پریکړه لیک  د بشپړ  اجرا څخه پر خپل ملاتړ هم ټينګار وکړ .

  دسورئې په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازي ګیر پيډرسن  په دغې ناستې کې ددغو هلوځلو په هرکلی سره ټينګار وکړ ، ګډون کونکو هیوادونو  د سورئې په بحران کې د درستو ښکیلو لورو د ګډون  او د دوي لپاره د سیاسی حل لارې دموندلو لپاره به   له فعالیتونو  خپل ملاتړ نوره هم  زیات کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4018066/تأکید-بر-حفظ-

captcha