ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، هندوستان او پاکستان موافقه وکړه ، څو افغانستان ته د درملو او غنمو یوه پنځوس زره ټنیزه جوپه منتقله شي . داهم وئيل شوي چې د هند دغه مرستې به د افغانانو په ټرکونو کې افغانستان ته ولېږل شي .
په راپور کې وئيل شوي هندوستان دوه میاشتې مخکې د درملو اوغنمو او په ځينو نورو شیانو مشتمله پنځوس زره ټنیزه یوه جوپه له افغانستان سره دمرستولپاره وړاندیز کړه او د پاکستان له له خوا لومړنیو شرطونو اوموافقې سره مخ شوه .
پاکستان د نومبر په ۲۲ په یوې اعلامیې کې ويلی وو،چې افغانستان ته د انسان دوستۍ دمرستو دلیږد لپاره ددغه هیواد له ټرانزیټي وسایلو څخه داستفادې په شرط د واهګه سیکټر له لارې ملګرتیا کوي .
له دې مخکې ملګروملتو هم په افغانستان کې د لوږې دبحران په باب او د میلیونونو ماشومانو ورسره دمخامخیداپه اړه خبرداری ورکړی ؤ.
د ایران د اسلامی جمهوریت هم په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د انسان دوستۍ څو سترې جوپې لیږدلولی دي .