ایکناخبری اژانس راپور راکړ، له تایلینډ سره دسعودي عربستان اړیکې له ۱۹۸۹کال څخه د یوه تایلینډي کارګر په وسیله د یوه سعودي شهزاده د سلطنتی جواهراتو دغلا د پیښې په دلیل په سیاسی بحران بدلې شوې . ددغې پيښې له امله چې د ځينو وژلو اوترور لامل هم شوې ، د دواړو هیوادونو اړیکې خړې پړې شوې او د دوواړخیزو اقتصادي فعالیتونو ځیني برخې ودریدې. په همدې دلیل داړیکو بیا رغولو او لوړولو زمینې تل ددواړو لورو په نظر کې ورغلی دي .
په همدې لړ کې ، د ؛چولالانګ کورن پوهنتون دحلالو علومو مرکز دیوه علمی پلاوي په لیږلو سره ، په عربستان کې د سټنډرډ اسلامی موسیسې په شپاړسمې عمومي اسمبلۍ کې ګډون وکړ . د تایلیند دلیږدول شوي پلاوي مشر وینای دهلان د مدینې داسلامی پوهنتون له مشر ممدوح بن سعود بن سنیان آل سعود ، د عربستان د خوړو او درملود ادارې له مسئولانو، او د جدې د تجارتي کوټې له مسئولانو سره سره په کتنې کې د حلالو محصولاتو د صنعت دټيکنالوجۍ او دپوهې دتبادلې او ملګرتیا په باب کتنه او خبرې اترې وکړې .
په بینکاک کې د ایران دکلتوري سلایارۍ د اعلان په اساس ، دغه علمي پلاوي دمدینې د اسلامی پوهنتون له مشر سره په خبرو کې په تایلینډ کې د ترسره شوو پرمختګونو او څيړنو په باب او دغه راز د محصولاتو د کیفیّت د تائيدولو ، د ورځې له ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره د حلالو محصولاتو دکیفیّت د ارزونې په خاطر د خپل چمتووالي راپور وړاندې کړ .
د تایلیند اړونده چارواکي هیله مند دي ،دحلالو محصولاتو په پوهې او صنعت کې د خپلو بریاؤ د وړاندې کولو له لارې ، له سعودي عربستان سره خپلې اړیکې ښې کړي .