ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان په پنجشیر ولایت کښې د مقاومت د جبهې په نوم د ډلې د پلاوي یوه غړي محمد علم ایزدیار وویل له طالبانو سره په لومړۍ سلامشورې کښې چې پرون په پروان ولایت کښې وشوه دواړو لورو موافقه وکړه چې د خبرو اترو تر ختمیدا پورې د یوه بل په مورچو باندې برید ونکړي .
په دغه غونډې کښې د طالبانو د پلاوي سرپرستۍ د موقته حکومت د اطلاعاتو د ادارې د مرستیال « محمد محسن هاشمي» او د پنجشیر د مقاومت د جبهې د پلاوي سرپرستۍ «محمد الماس زاهد» پرغاړه لرله .
د پنجشیر د مقاومت د پلاوي غړي «محمد علم ایزدیار» د طالبانو له پلاوي سره له کتنې وروسته په خپلې فیسبوک پاڼې کښې ولیکل موافقه وشوه د دواړو خواو پلاوي د لورو پیغام خپلو لوړرتبه چارواکو ته ورسوي او په هیواد کښې یوې دائمي سولې او ثبات ته د رسیدا لپاره خبرې اترې دوام ولري .
له بلې خوا طالبانو وویل چې په پرونیو خبرو کښې مو د پنجشیر د مسلې د حل کیدا غوښتنه وکړه خو د مقاومت ځواکونو وویل غواړي د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړښت په هکله له طالبانو سره خبرې وکړي .
د طالبانو د کلتوري کمیسیون غړي «انعام الله سمنګاني» هم په دې هکله وویل هغه پلاوی چې له پنجشیر څخه راغلی و ډیر له حکومت سره د ټول نظام په جوړښت باندې تمرکز درلود خو څرنګه چې د غوښتنو ترمینځ زیات تفاوت و داسې وټاکل شوه چې دواړه پلاوي مسائیل له خپلو مشرانو سره وڅیړي .
د طالبانو د سیاسي دفتر غړي نور الله نوري هم هیله وکړه دغه سلامشورې به په راتلونکو ورځو کښې نتیجه ورکړي.
د پنجشیر د مقاومت د جهبې غړي «حامد سیفي »هم وویل د پرونیو خبرو اترو په ارتباط باید صبر وکړو او د نتیجې په تمه ووسو .
په دغو شرایطو کښې د طالبانو د مخالفو ځواکونو مشر احمد مسعود له بي بي سي سره په مرکه کښې وویل که چیرې د ټولو لپاره د منلو وړ او ټول ګډونه حکومت جوړ نشي افغانستان به څنګ ته شي .
هغه وویل مونږ له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کښې یوو او اوس هم د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدا ټینګارلرو. https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i109252