IQNA

 د افغانستان په وړاندې دې ملګري ملتونه خپله زمه داری احساس کړي  

15:47 - December 06, 2021
د خبر لمبر: 3485079
تهران (ایکنا) -د ايران د اسلامي شورا  د بشري حقوقو د کمِټۍ مشرې ټينګار کړی ، وژلو، بم اېښودلو، د داعش ترهه ګرۍ ډلې فعاليتونو او د نشه ايزو موادو قاچاق په افغانستان کښې د ملګرو ملتو ذمه واري څو برابره  زیاته کړې ده.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ايران د اسلامي شورا د بشري حقوقو د کمیټۍ مشرې میرمن زهره الهيان د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د خاص استازي له مرستيال میټه کینوډسېن په کتنه کښې وويل: د افغانستان اوسنے حالت د امريکې د غیر ذمه دارانه سياستونو په وجه دے.

هغې وويل: امريکې د داعش ترهه ګرې ډلې پالنه کړې او له طالب ډلې د جنګ په بهانه افغانستان ته داخله شوه.

میرمن الهيان همدارنګ په دې باندې په تاکيد سره چې ايران تل د افغانستان ملاتړے ؤ او دے او له دغه هیواد څخه په ميلينونو مهاجر ايران ته داخل شوي دي وو: د امريکې د يو اړخيزه سختو بنديزونو باوجود هم هغه شان له افغان کډوالو څخه ملاتړ کوو او نه يې پرېږدوو چې د اروپا پولو ته داخل شي، خو د دغه خدمت لپاره د نورو هیوادونو لخوا څه مرسته نه ترلاسه کوو.

د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د خاص استازي مرستيالې میرمن مټه کینوډسین هم په دغه کتنه کښې وويل: ايران د افغان مهاجرو لپاره ډېر سخاوتمن کوربه دے او حتی اوس د دې کتونکي يوو چې افغان ماشومان په مدرسو کښې د ايراني زده کؤنکو تر څنګه زدکړې حاصلوي او دا د ايران د اسلامي جمهوريت د سخاوت او کوربه توب نښه ده.

هغې په آخر کښې هيله څرګنده کړه چې طالبان به له ګاونډي هیوادونو سره په غږملتيا او ملګرتيا سره په مقتدر او ثبات لرونکے حکومت چې په مختلفو قامونواو اقليتونو مشتمل وي تشکيل کړې شي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i109306

captcha