ایکناخبری آژانس دالبیان له قوله راپور راکړ، دنړۍ دترټولو اوږد مصحف کاتب سعد حشیش ، پرون په مصر کې د طنطا پوهنتون له مشر محمود ذکي سره کتنه او خبرې اترې وکړې .
سعد حشیش په دغې کتنې کې دې ته په اشارې سره چې د مصر دالغربیه ولایت په یوه کلي کې زیږیدلی دی ، ووئیل، زه بې سواده وم ، خو ویاړ کوم چې توانیدلی یم پخپله لیک لوست زده کړم.
هغه ټینګار کړی درې کاله وخت ئې واخست څو پخپل لاس لیک سره د یو ستر مصحف کتابت وکړم چې اوږدوالی ئې یوزر سل میټرو ته رسیږي او اوس زما ارزو اوهیله دا ده چې دغه مصحب د ګینز دنړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبت شي .
هغه په دوام کې ووئيل مخکې ثبت شوی ریکارډ په نړۍ کې هغه تر ټولو ستر چاپي مصحف دی چې وزن ئط پنځه سوه دوه پنځوس کلوګرامو ته رسیږي ، خو تر اوسه پورې دنړۍ په لاس لیکل شوی تر ټولو ستر مصحب په رسمي توګه ثبت شوی نه دی .
سعد حشیش دغه راز توضیح ورکړه چې دغه مصحف پخپل ډول کې بې مخینې دی ، ځکه چې په تیر وخت کې هم یو اوه سوه میټري مصحف کتابت شوی چې زما په لاس له لیکل شوي مصحف څخه مخکې ، په نړۍ کې په لاس لیکل شوی تر ټولو اوږد محصف حسابیږد.
د قرآن کریم دغه کاتب د طنطا پوهنتون له مشره غوښتي څو دګینز ریکارډونو په کتاب کې دنوي مصحف د ثبتولو لپاره ، دې کوم تدبیر وسنجوي ،ځکه چې تر دې دمه په نړۍ کې په لاس لیک شوی تر ټولو ستر مصحف ثبت شوی نه دی .