ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د معارفو دوزارت د مرسیتالۍ سرپرست عبدالحکیم همت پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې له شپږم صنف څخه د پورته د انجونو زدهکړې هماغه راز ممنوع اعلان کړې او وې وئیل ، ترڅو چې د انجونو زده کونکو د شتون دڅرنګوالي په باب دستورالعمل برابر او تصویب نه شي ، په دغه سویه به د انجونو دزده کړو اجازت ورنکړل شي .
د طالبانو دغه چارواکي ووئیل ، دطالبانو حکومت هڅه کوي انجونې له هلکانو څخه په جلا کلاسونو کې درس ووائي .
کابو درې میاشتې کیږي ، چې په افغانستان کې استاذان او هلکان ښونځیو ته ځي ، خو انجونې او استاذانې تر دې دمه په کورونو کې ناستې دي .
طالبانو سره له دې چې څو ځله ئې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی ، د انجونو ښونځي پرانیزي ، خو بیا هم ددغو ښونځیو دروازې هماغه راز تړلی دي . له شپږم کلاسه پورته د انجونو دزده کړو ښونځیو تړل کیدا د افغانستان په داخل او بهر کې له سختو نیوکو سره مخامخ شوي دي .