ایکناخبری آژانس راپور راکړ، که وغواړئ، د پاریس د کلتور او پوهې معبد ته لاړشئ ، نو باید د فرانسې دپلازمینې دیارلسمې سیمې ته لاړ شئ څو د نړۍ ترټولو پخواني او تر ټولو ستر ملی کتابتون څخه هم کتنه وکړئ .
د فرانسې ملی کتابتون ،یا د؛فرانسوا میتران کتابتون ؛چې له لوور میوزیم سره نزدې واقع دی،پر دلچسپی لرونکو ئې په وړیا توګه د خپلې پوهې دروازې پرانیستي دي،ددغه کتابتون سلطنتي کلیکشنز به درستې نړۍ کې ساری نه لري او مینځنیو پیړیو رانیولی تر اوسمهال پورې اړونده سندونه ئې ساتلی دي .
همداراز د فرانسې په ملی کتابتونو کې د مطالعې او خزانې په زرګونو پراخ هالونه هم شته دي .
د میډالونو،سکو،او عتیقو،جغرافیائي سندونو،دتجسمي هنرونو مدرکونو او خطي نسخوپه څير نوره ټولګې د فرانسې د ملی کتابتون نوره برخې دي.
د خطي نسخو په برخې کې چې له ۱۷۲۱ کال راهسې ئې کار بیل کړی ،مختلفو ژبو اومختلفو وختونو سره اړونده د خطي نسخو کابو دوه له پنځوس زره ټوکه موجود دي .
د فرانسې د ملی کتابتون د لیدو په اړه یو ویډیو ئي کلیپ ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي .