ایکناخبری اژانس د سپوټنیک له قوله راپور راکړ، ساری عزام،د سورئې اوسیدونکي یوه پنځه کلنه جینۍ ده چې په دوه کلنۍ کې د اوټیزم ناروغۍ په یوه ډول ککړه شوې ده ، خو په دغه هیواد کې د متخصصانو په اعتراف سره ، هغه پخپل ډول کې یوه نابغه ماشومه ده .
ساري عزام چې له دوه کلنئ راهسې په لاس کې قلم اخستل او د کلمو لیکلو تمرین کوي ،اوس په پنځه کلنۍ کې هره ورځ پنځه ساعته خپل وخت، په انګریزئ،فرانسیسئ، کوریائۍ،جاپانۍ، یونانئ ،اسپانیائۍ او څو نورو ژبوسره د انټرنیتي چارو په یادولو بوخته ده او په لیکلو او لوستلوکې ئې د دنیا په لازیاتو ژبو کې مهارت ترلاسه کړی دی .
ددغه راپور په اساس ،د ساری عزام وړتیاوې ، یوازې ژبې ته نه محدودیږي ،هغې په دوو کلونو کې دټول قرآن کریم حفظ کول پاي ته رسولي دي او اوس ددې جوګه ده چې د ریاضۍ معادلات او د الجبرا ډيرې مسئلې ا و فارمولې هم حل کړي .
د اوټیزم اوسنډرم ډاؤن متخصص ډاکټر مجدآلوسي له سپوټنیک سره په خبرو کې ددغه نابغه ماشومې په باب وئیلي دي ،ساري عزام په اوټیزم ناروغۍ ککړه ده ،خو د هغه نبوغ له امله چې له لوړ و استعدادونو برخمنه ده ،له همدې امله وړتیا لري،چې د ژبو د یادونې او دریاضۍ د معادلاتو دحل کونې په څير له خپل عمره ډير لوي کارونه ترسره کړي او یوه ماشومه د ځانګړو توانمنیو لرونکي کړي،خو هغه تل د ارتباطي مهارتونو د پراختیا او همداراز په اکاډمیک مطالعاتو سره د خپلې پوهې د بډاي کولو لپاره لازیات ملاتړ ته اړتیا لري او باید ددغه نابغه ماشومې له وړتیاؤ د لازیاتې استفادې لپاره ورسره مرسته وشي .