ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان د کرهڼيزو او خوراکي چارو وزیر سید فخر امام په پاکستان کښې د ایران له سفیر سید محمد علي حسیني سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په کرهڼیزو محصولاتو باندې د وارداتي ټیرف د ختمولو لپاره د ایران د وړاندیز په هرکلي سره وویل: پاکستان د وریجو، امونو، پيازو، الوګانو، کبانو او ژوندیو څارویو د صادرولو ډیره توانمني لري.
دغه پاکستاني چارواکي په خپل هیواد کښې د اته میلیون ټنه وریجو تولید ته په اشارې سره وویل چې پاکستان د ایران د اړتیا وړ ټولې وارداتي وریجو پوره کولې شي.
هغه په اسلامي آباد کښې د ایران له سفیر سره په خبرو کښې، له ۱۹۴۷ کال څخه د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوستانه اړیکو په قدرونې سره وویل: ایران وړومبنې هیواد و چې له خپلواکۍ وروسته یې پاکستان په رسمیت وپیژنده.
پاکستان کښې د ایران سفیر هم د پاکستان د خوراکي چارو د وزیر د دغه وړاندیز هرکلی وکړ.
سید محمد علي حسیني هم داشان وویل چې ایران، پاکستان ته ۱۰۴ میګاواټه بریښنا صادروي او د دواړو هیوادونو ترمینځ ۹۰۰ کیلومیټره ګډې پولې ته په پام سره دواړه هیوادونه له دې فرصته د خپلو سوداګري او اقتصادي اړیکو د پياوتیا لپاره ګټه پورته کولې شي.