IQNA

د میانمار عدالت آنګ سان سوچي په څلورکلن بندمحکومه کړه

15:44 - January 10, 2022
د خبر لمبر: 3485245
تهران (ایکنا) – په میانمار کې یوې محکمې ، نن دمرغومې په شلمه نیټه ،د میانمار هیواد پخوانی افراطي مشره  آن سان سوچي  چې وئيل کیږی، د زرګونو مسلمانانو په وینو  ئې لاسونه ککړ دي ، په څلور کلن بند محکومه کړه .

ایکناخبری آژانس د روسیاالیوم له قوله راپور راکړ،  د آنګ سان سوچي د دوسیې یوې سرچینې  پّ وینا ، هغه چې د میانمار د پخواني افراطي واکمن ګوند مشره او د هیواد خارجه وزیره وه، د هغو ډیرو تورونو  په دلیل چې د ارزونې په  حال کې دي ،په څلورو کلونو بند محکومه شوې  ده .

د میانمار دغې خبرې سرچینې  وئيلي دي ، ځینی نور تورونه  هم دمیانمار پخوانۍ افراطي مشرې ته  متوجه  دي او ممکنه ده  دئ د څولسیزو په بند محکومه کړي .

په راپور کې وئيل شوي دي  آنګ سان سوچي  چې د ۲۰۲۱کال د فرورۍ  دلومړۍ نیټې له کودتا راهسې  پخپل کور کې بندي ده ،   د وایرلیس یابې سیمه  آلو  او تجهیزاتو له مجوز پرته  اوغیر قانوني وارداتو په دلیل  محکومه شوې ده .

د میانمار دغه افراطي مشرې ددې په ضد لګول شوي تورونه رد کړي او بې اساسه ئې بللي دي .هغې ټينګار کړی،چې دغه تورونه د قدرت د مشکل د ختمولو لپاره  د میانمار د پوځ له خوا پلان شوي دي .

راپورونه ددې ښودنه کوي ، چې  په تیر دسمبر کې د میانمار د پخواني واکمن  افراطي ګوند مشره د کرونائي محدودیّتونو  دخلاف ورزۍ په دلیل  په څلور کلن بند محکومه شوې ، دغه فیصله د میانمار پوځي شورا  له یوې مودې وروسته  په دوه  کلن بند بدله کړې ده .

باید ووئیل شي ،چې د آنګ سان سوچي په مشرۍ افراطي ډلې،  د میانمار دپوځ  په ملګرتیا او غږملتیا سره په تیرو څو کلونو کې د لسګونو زره مسلمانانو وینه توي کړې او دغه راز ئې په لکونو مسلمانان له دغه هیواده کوچ کولو ته اړ کړي دي  .

  https://iqna.ir/fa/news/4027558

captcha