IQNA

د عراق د کاظمین په حرم کې دانجونو د قرآني زده کړو پړاؤ ترسره شو

15:10 - January 11, 2022
د خبر لمبر: 3485252
تهران (ایکنا)- د عراق د  کاظمین د مقدس آستان د قرآن کریم مرکز د عراقي انجونو لپاره ځانګړی قرآني پروګرام ترسره کړ .

ایکنا د قاف قرآني  خبری آژانس له قوله راپور راکړ د کاظمین د مقدس آستان د کلتوری چارو له برخې سره اړونده د قرآن کریم مرکز ،د کاظمین د امامین علیهم السلام په سپيڅلي حرم صحن کې د میرمنو د ټولنې د قرآني زده کړو او ددیني کلتور د پیاوړتیا په خاطر د انجونو لپاره ځانګړی پروګرام ترسره کړ .

په دغه قرآني پروګرام کې د لمانځه د قایمولو ، د وضو  او نورو موردونو دزده کولو پشمول شرعي مسئلې، کلتوري ،  او دیني برخې  شاملې دي . همداراز په دغه پروګرام کې  ویناوې هم ترسره شوې او د شرعي بلوغت  او اسلامی حجاب  ته د  انجونو دهڅونې  د اهمیّت په باب هم توضیح ورکړل شو.

ددغه روزنیز او تربیّتي پروګرام د ترسره کونکو په وینا،دغه فعالیت د انجونو  دملاتړ او د دوي قرآني پوهې د پیاوړتیا  او د دوي د حفاظت د ملاتړ په موخې سره  د کاظمین د مقدس آستان د دارلانشاء دموخو په اساس  ترسره شوي  څو  د ټولنې د  انجونو په ذهنونو کې اسلامی او انساني مفاهیم نقش شي ، ځکه انجونې په راتلونکي کې د یوې ټولنې او کورنۍ د جوړولو  اساس دي .

برگزاری دوره آموزش قرآن برای دختران عراقی در صحن حرم امامین کاظمین(ع) + عکس

برگزاری دوره آموزش قرآن برای دختران عراقی در صحن حرم امامین کاظمین(ع) + عکس

برگزاری دوره آموزش قرآن برای دختران عراقی در صحن حرم امامین کاظمین(ع) + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4027774/%D 

captcha