IQNA

د پاکستان مرکزي بانک له افغانستان سره د مرستې صندوق نه جوړوي

16:22 - January 16, 2022
د خبر لمبر: 3485276
تهران (ایکنا) -د پاکستان مرکزي بانک له افغانستان سره د مرستو د  غونډولو د صندوق یا بسپنی د جوړولو لپاره غوښتنې رد کړې دي

ایکناخبرِ آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د حکومت جګ پوړو سرچینو پرون وویل چې د دغه هیواد مرکزي بانک له افغانستان سره د مرستې لپاره د پیسو د راغونډولو د صندوق د جوړولو طرحه د مالي اقدام د ځانګړې ډلې FATF د احتمالي بندیزونو له ویرې رد کړې او له اسلام آباده یې هم غوښتي دي چې په دې هکله خپلې فیصلې باندې دوباره غور وکړي.

د پاکستان مرکزي بانک همداشان ددغه هیواد حکومت ته خبرداری وکړ چې د یاد صندوق په جوړولو سره ممکنه ده FATF په اسلام آباد باندې بندیزونه ولګوي.

د مالي اقدام ځانګړې ډله یعنې FATF په ۱۹۸۹ میلادي کال کښې جوړه شوې او خپله دنده یې له (مني لانډرنګ) یعنې په غیرقانوني توګه ترلاسه شویو پيسو ته د قانوني بڼې له ورکولو سره مقابله اعلان کړې ده.

د ویلو ده چې د پاکستان د خزانې وزارت له دې مخکښې د خپل هیواد مرکزي بانک ته امر کړی و چې له افغانستان سره د مرستې صندوق زرترزره جوړ کړي.

دغه غوښتنه په داسې حال کښې رد شوې ده چې د پاکستان وزیراعظم په دې وروستیو کښې افغانستان ته د ماهرو او متخصصوکسانو لیږلو ته چمتووالی اعلان کړی دی.

له بلې خوا د څو میاشتو له تیریدو وروسته پاکستان تراوسه له خپلې خاورې افغانستان ته د هندوستان د ډالۍ کړو غنمو د تیریدو اجازت نه ده ورکړې.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i111070

captcha