IQNA

د یمن پوځ ابوظبئ په لسو بالیسټک توغندیو او شلو ډرونز وویشته

15:29 - January 17, 2022
د خبر لمبر: 3485279
تهران (ایکنا) – د یمن دپوځ او د انصار الله مبارزانود متحده عربی اماراتو په  مرکز کې په بې پيلوټه الوتکو او بالسټیک توغندیو سره غورا جوړه کړه او  ټاکل شوې چې څو ساعتونو کې بشپړ جزیات هم خپرۀشي

 ایکناخبری اژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ، خبری سرچینو د متحده عربی اماراتو د ابوظبئ په المصفح سیمې کې د تیلو درې ټينکرو کې   دچاودنو خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ،د ابوظبئ په مینځ کې د بالسټیک توغندیو زوروې چاودنې هم آوریدل شوي دي .

 د ابوظبئ پولیسو  هم ددغو چاودنو په تائيدولو سره ووئيل ، د دغه ستر اور  داحتمالی تاوانونو په باب دخبر ترمخابیره کیدا پورې  کوم راپور نه دی ترسره شوی . د  ابوظبئ پولیسو  په راپور کې و ئيلي دي ، لومړنۍ حمله د  اډنوک شرکت دتیلو له سترو ټينکرو سره  نزدې په المصفح سیمې کې  شوي او  همداراز دوهمه  حمله هم د ابوظبئ  د نړیوال هوائي ډګر په دوهمې سیمې باندې شوي ده .په دغه راپور کې وئيل شوي دي له نښو نښانو داسې بریښي چې دا د ډرونز حمله  وي

له دې سره په یووخت د یمن ځینو سرچینو د  یمن د پوځ  او  انصار الله ولسی غورځنګ  د مسئولانو له قوله وئيلي دي ، د پوځ او مبارز ولسی غورځنګ توغندوي او ډرونز یونټونو  په متحده عربی اماراتو مینځ کې په  شلو بې پيلوټه الوتکو او لس بالسټیک توغندیو سره ځیني صنعتي او پوځي مرکزونه په نښه کړي  او ډير زیات تاوانونه ئې اړولي دي .

د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع او د انصار الله ولسی غورځنګ یوه مسئول مقام محمد البخیتي  په ډاګه کړې ده که امارات  د  یمن په ضد له خپلو جنایتونو لاس په سر نشي ، نو له دې نور سخت ګوازرونه به وخوري .

په ابوظبئ   هوائي ډ ګر کې دلګیدلي اور یو لنډ شان ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/10/27/2645878/ 

captcha