IQNA

طالبان په منظم ډول له ټولنیز ژونده د ښځود ایستلوهڅې کوي

16:57 - January 17, 2022
د خبر لمبر: 3485282
تهران (ایکنا) – دملگروملتو دبشری حقوقو کارپوهان وایی، مونږ له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ډګرونو د ښځو د ګوښه کولو لپاره د طالبانود پر له پسې او منظمو اقداماتو په اړه اندښنه لرو.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ملګروملتو د بشري حقونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې طالب چارواکي د جنسیت د تبعیض پر اساس په منظم ډول له ټولنیز ژونده د ښځو د ګوښه کولو هڅې کوي.

د ملګروملتو کارپوهانو نن خبرداری ورکړ چې د ۲۰۲۱ له اګست څخه طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو خلاف د محدودیتونو لپاره یو لړ اقدامات عملي کړي چې له کبله یې د ښځو او نجونو ازادۍ اخیستل شوې دي.

دوی همداراز ویلي موږ له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ډګرونو د ښځو د ګوښه کولو لپاره د طالبانود پر له پسې او منظمو اقداماتو په اړه اندښنه لرو.

د سیاسي چارو کتونکي وايي، د ښځو په اړه د طالبانو له تبعیضه ډک چلند یو له هغو اساسي عواملو څخه دی چې د طالبانو حکومت حتي د امریکا دښمنان هم په رسمیت ونه شي پېژندلی.

که څه هم طالبانو پر ټول هیواد واک ټینګ کړی، امنیت یې راوستلی، د قدرت جزیرې یې له منځه وړي خو له دې کبله چې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار حق نه ورکوي هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه شي پېژندلی او له دې کبله افغانستان په نړۍ کې منزوي شوی دی.

د دوی په باور که دا وضعیت دوام وکړي اوسنی امنیت او ثبات دوام نه شی کولی.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i111134

captcha