IQNA

په هند کې هغه هندو راهب چې د مسلمانانو د نسل وژنې غوښتنه ئې کړې وه ونیول شو

15:29 - January 18, 2022
د خبر لمبر: 3485286
تهران(ایکنا) – د هندوستان پولیسو  هغه هندو راهب  چې د خپلوافراطي پلویانو په غونډې کې ئې د مسلمانانو د نسل ختمونې غوښټنه کړې وه ، په یولړعملیاتو کې ونیوه .

ایکناخبری آژانس د ټي ار ټي له قوله راپور راکړ، دهندوستان پولیسو پرون د یوې خبرتیا په اعلانولو سره  ووئيل  هغه افراطي راهب ئې نیولی دی چې  د مسلمانانو د نسل ختمونې غوښتنه کړې وه .ممکنه ده هغه په پنځه کلن بند محکوم شي .

د  هندي پولیسو یوه چارواکي وئيلي دي چې دغه  افراطي هندو راهب چې په ډاګه د مسلمانانو په ضد د افراطي هندوانو د لمسولو دندې ترسره کوي، په یولړ نوروتورونو هم  کې هم لاس لري او دغه تورونه به ئې په دوسیې کې ورزیات شي .

داهندو راهب دوهم کس دی چې په دغې دوسیې کې د بحران د حل لپاره په تیرې اونۍ کې د هند دلوړې محکمې له دخالت وروسته نیول شوی دی.

د هندوستان په یو اعشاریه څلورمیلیارډ آبادۍ کې  مسلمانان ددغه هیواد کابو څوارلس فی صدي نفوس جوړوي  او کابو دوو سوو میلیونو ته رسیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4029369/%D8

captcha