ایکناخبری اژانس د الاخبار له قوله راپور راکړ،د امریکا د حکومت له خوا په همداوروستیو کې ځينو مینځګړو د حزب الله رهبرۍ ته پيغام منتقل کړی او د لبنان د مسئول د ارزونې لپاره ئې له دغه غورځنګ سره د ارتباط غوښتنه کړې ده .
الاخبار ورځپاڼې د لازیاتو جزیاتو له ذکر کولو پرته لیکلی دي،حزب الله غورځنګ مسئولانو مینځګړو ته اطلاع ورکړې ده چې له امریکایانو سره به هیڅ ډول ارتباط ونه لري .
د لبنان یوه خبریال حسین مرتضی هم په ټويټر کې پخپلې پاڼې کې په دې باب راپور ورکړی ، چې د لبنان د حزب الله غورځڼګ د اجرائي شورا مشر سید هاشم صفی الدین په یوه پروګرام کې وئيلي دي ، امریکایانو هڅه کړې ، او هیله مند وو چې د حزب الله له رهبرۍ سره اتباط ولرل شي.
ددغه لبنانی خبریال په وینا د حزب الله داجرائي شورا مشر زیاته کړې ده ،دغه پیغام د یوه مینځګړي له خوا منتقل شوی ، او د درستو مسئلو په باب ئې دخبرواترو لپاره ګروهنه او چمتووالی ښودلی دی .
ددغه راپور په دوام کې وئيل شوي دي حزب الله غورځنګ له کوم بحث پرته دغه غوښتنه رد کړې ده .
دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی دی،چې د امریکا حکومت تردې دمه په دغه راپور کوم غبرګون نه دی ښودلی او تائيد یا رد کړی ئې هم نه دی .
امریکایانو له دې مخکې هم له حزب الله څخه یو لړ غوښتنې کړي چې په ټولو موردونو کې دغه ولسی غورځنګ د واشنګټن غوښتنې په چورلټ ډول رد کړي دي .
تیر کال المیادین ټيلییوژنی چینل راپور ورکړی ؤ چې حزب الله غورځنګ د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم پيغام په چورلټ ډول رد کړی او پخپل دریځ ئې ټينګار کړی دی .