IQNA

د افغانستان د کمال خان ډیم اوبۀد ایران په لور روانې شوې

12:48 - January 19, 2022
د خبر لمبر: 3485291
تهران (ایکنا) - د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ایران دناسلامی جمهوریت د حقابه په باب دتړون په احترام ساتلو کې د طالبانو د اقدام قدرونه وکړه .

زمونږخبریال راپور راکړ،په افغانستان کې د اسلامی ایران د سفارت مرستیال سید حن مرتضوي نن سهار په یولړ څرګندونو کې د افغانستان د کمال خان ډیم  د اوبو دریچو یا  ورونو د  پرانیستل کیدا او د ایران د اسلامی جمهوریت د پولو په لور د اوبو د روانیدا خبر ورکړ او  وې وئيل ، د ایران او افغانستان په مشورو سره  تهران ته د  طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت د سرپرست  امیر خان  متقي  په سفر کې  او دغه راز  په افغانستان کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره  دخبرواترو په دوام کې ، طالب مشرانو د  کمال خان ډیم د دروازو  یا ورخونو د پرانیستو حکم صادر کړی   او د ایران داسلامی جمهوریت د پولو په لور  اوبه پریښودل شوي دي . 

 د مرتضوي په وینا تر سبا یعني پنجشنبې پورې به  دغه اوبه د ایران پولو ته ورسیږي او د سیستان او بلوچستان  خلک به ورڅخه استفاده وکړي . 

د هیرمند د تړون په اساس،د هیرمند سین  له اوبو دایران ونډه  په کال کې اته سوه شل میلیون مکعب میترو په اندازه  ده چې په هرسیکنډ کې کابو شپږ مکعب میټره کیږي،البته په مختلفو فصلونو او میاشتو کې  فرق کوي .لکه څنګه چې دغه سین د سیستان له مختلفو وچو او اوبی سیمو تیریږي، د ایران د جنوب ختیځ د څښاک،کرهڼيزو او صنعتي  اوبو په تامینولو کې   مهم دی .

د  افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي  حسن کاظمي قمي د ایران دناسلامی جمهوریت د حقابه په باب دتړون په احترام ساتلو کې د طالبانو د اقدام قدرونه وکړه .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i111230

captcha