ایکناخبری آژانس راپور ورکړ، حجةالاسلام ناصر رفیعي بیګا د ایران د علمیه حوزو له مدیر آیت الله اعرافي سره په کتنې کې ووئیل له دوو کلونو مخکې څخه مو چې کرونائي بحران زیات شوی ، د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په تاودۀ هرکلي سره او د د پوهنتوني ا و حوزوي شخصیّتونو په شتون او د سیاست جوړونې د شورا په جوړیدا سره مو دغه اقدام په ایجنډا کې شامل کړی دی چې هیله مندیوو د سلواغې په څوارلسمه نیټه له سهار اتو بجو راهسې تر دولسو بجو پورې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په پیغام او دتقلید یوه مرجع او دآیت الله اعرافي په ویناؤ سره به د قم د امام خمیني دمدرسې دمرکز د قدس دسیمنارونو په هال کې ترسره شي .
حجةالاسلام رفیعي ووئيل ، ددغه نړیوال سیمنار د کامیابولوپه خاطر په قم ، مشهد، اصفهان ، ګلستان ،تبریز او ترکیې کې مو مخکې مخکې غونډې جوړې کړي چې په دغو ټولو ناستو کې په مختلفو برخو کې په دې اړه آثار غونډ او دکانګرس سکرټریټ ته وړاندې شوي څو د مقالو په محتوا سره په پنځو کتابونو کې تالیف او د علمي غونډو د ویناؤ متنونه به وي .
حضرت حمزه بن عبدالمطلب د پیغمبر اکرم (ص)آکا ؤ او په مسلمانانو کې په اسد الله یعني دخداي په زمي او سید الشهدا مشور ؤ . هغه په قریشو کې یو شجاع او محترم کس شمیرل کید او د زمریانو په ښکاري او یوه قدرتمند شخصیّت مشهور ؤ